د ناروې کمېټې د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې سره ۷۰ زره ډالر مرسته وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي چې د دغې ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې او ناروې کمېټې ترمنځ د ۷۰ زرو ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دا پروژه په بدخشان، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې عملي کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو او ټلوېزیون نن (یک‌شنبه، وږي ۲۳مه) لیکلي چې دغه هوکړه‌لیک د دې ادارې د پالیسۍ او مسلکي معین ملا زین‌العابدین عابد او افغانستان کې د ناروې کمېټې د مشر تاریا واتردال تر منځ لاسلیک شو.

د راپور له‌مخې، دا پيسې به په بدخشان، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې د زده‌کړو، د څښلو پاکو اوبو، روغتیا او چاپېریال ساتنې په برخو کې ولګول شي.

په راپور کې د ناروې کمېټې مشر په حواله ویل شوي چې هغه د ګډې همکارۍ او نورو پروګرامونو کې د ونډې اخیستلو ژمنه هم وکړه.

نور خبرونه

رادیو