له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي چې د دغه کمېسیون مشر په چارو کې د فعالې ونډې اخیستو په موخه کې د جمهوري نظام له راستانه شویو ځینو چارواکو سره لیدلي دي.
د طالبانو له لوري په خپور شوي پیغام کې د دغه کمېسیون د مشر شهاب الدین دلاور له قوله راغلي چې «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او باید په پرمختګ او جوړونه کې فعاله ونډه واخېستل شي.»
په پیغام کې همداراز ویل شوي چې د کمېسیون مشر د هېواد په کچه د ځینو نورو مهمو موضوعاتو په تړاو هم د جمهوري نظام له راستانه شویو چارواکو سره سلا مشورې کړي، خو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
له افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د تماس کمېسیون ویلي چې د تیر نظام ستانه شویو کسانو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
طالبان په داسې کې پر افغانانو غږ کوي څو د افغانستان په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي چې تر ډېره له دې کبله دوی ته د ملامتۍ ګوته نیول کېږي چې په خپل رژیم کې ټولو ته ونډه نه ده ورکړې.