د ایران دولتي انټرنېټي او ټلوېزوني شبکې «پرېس ټيوي» له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه مطلب کې ویلي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسېده، خو لاهم دغه هېواد له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.
په مطلب کې راغلي چې:« څلور کاله کېږي چې امریکا د افغانستان له خاورې خپل وروستی سرتېری وویست. دغه وتل د یوې داسې جګړې پای و چې له دوه ټریلیونو ډالرو ډېر لګښت یې درلود، افغانستان پهکې وران او زرګونه افغانان پهکې ووژل شول، خو څلور کاله وروسته لاهم افغانستان د جګړې له میراث، اقتصادي کړکېچ او نړۍوالې انزوا سره مخامخ دی.»
په مطلب کې همدا راز راغلي چې امریکا پر افغانستان د وسلهوالو ترهګرو د ځپلو او د طالبانو د رژیم د نسکورېدو په موخه برید وکړ، خو له شاوخوا دوو لسیزو وروسته بیا طالبان د واک په ګدۍ کیناستل.
په مطلب کې د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویل شوي پر افغانستان د امریکا برید یوه ستراتیژیکه تیروتنه وه چې بیه یې ټول افغانان پرې کوي.
د ایران دولتي انټرنېټي او ټلوېزوني شبکه «پرپېس ټيوي» چې په انګلیسي او فرانسوي ژبو نشرات کوي، د مطلب په پای کې ویلي دا چې افغانستان په اوس کې له اقتصادي او سیاسي پلوه له لویو ننګونو سره مخامخ دی دا پخپله په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ناکامۍ ښکاره بېلګې دي.
څلور کاله وړاندې د اګست پر ۳۰مه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وروستى سرتېرى ووت او په افغانستان کې د امریکا دوه لسیزې پوځي حضور رسماً پای ته ورسېد؛ هغه حضور چې امریکایانو یې ننګه کړې، خو ځینې پر وړاندې نیونکي لري.