بریتانیایۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز راپور ورکړی، چې پر اوین زندان د اسراییل له برید وروسته داسې اندیښنې شته، چې ۱۰۰ کسان ممکن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام شي.
په راپور کې د دې بندیانو په منځ کې د افغانانو شته والی نه دی یاد شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې پرمهال د ایران امنیتي ځواکونو یو شمیر کسان اسراییل ته د جاسوسۍ په تور نیولي ول.
د یادونې وړ ده، چې یوازې د ۲۰۲۴کال په اوږدو کې، د ایران حکومت لږ تر لږه ۸۰افغان وګړي اعدام کړي دي. دا شمېر د ۲۰۲۳کال په پرتله درې برابره ډېر ښودل شوی دی.