له اسلاماباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې د اګسټ پر ۳۱مه په یوې سرمقالې کې لیکلي، د پاکستان د اندېښنو او غوښتنو په تړاو د طالبانو بېپروایي د دې لامل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې د کړکېچ تر کچې ورسېږي.
مقاله کې زیاته شوې، طالبانو په نړۍوالو غونډو کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو پر پټنځای نه بدلوي، خو اوس طالبانو په ښکاره توګه د خپلو دغو ژمنو برعکس دي او جدي سرغړونې یې پیل کړي. وایي، پر کابل واکمنو د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو ډېرېدو ته په ښکاره توګه د پراخوالي لارې چارې برابرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په وروستۍ درېاړخیزه غونډه کې چې د چین استازو هم په کې ګډون کړی و، په ښکاره له طالبانو غوښتي چې یا دې د دوی ضد «ټيټيپي» وسلهوالو د مهار لپاره اقدام وکړي او یا دې هم د دغه وسلهوالې ډلې غړي پاکستان ته وسپاري.
ورځپاڼه لیکي چې چین هم څو ځله د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د مېلیاردونو ډالرو پرمختیایي پروژې، په ځانګړي ډول د «یو کمربند، یوه لار» سترې طرحې، د همدې ناامنۍ له امله ځنډېدلې دي.
شنونکي باور لري چې طالبان په دې بې پروایۍ سره نه یوازې د افغانانو ګټې قرباني کړي، بلکې خپله بقا یې هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده. د کارپوهانو په وینا، د طالبانو او «ټيټيپي» اړیکې لا هم د تېر وخت تر اغېز لاندې دي او دغه حالت د دوی په نابودۍ تمامېدلای شي، ځکه همدا ډلې په راتلونکې کې د افغان طالبانو پر وړاندې هم وسله پورته کولای شي.
مقاله کې وړاندې لیکل شوي، طالبان باید د تقابل پر ځای یو روښانه او قاطع دریځ غوره او ثابته کړي چې د افغانستان او سیمې امنیت یې په لومړیتوب کې دی. په پای کې ویل شوي چې اوس وخت د یوې غوڅې پرېکړې وخت رارسېدلی، طالبان به یا د نړۍوالو ټولنې په څنګ کې د ترهګرۍ پر ضد ودرېږي او یا به هم د خپلې بې غورۍ درنې پایلې ګوري.