د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت مسلکي معين ملا عبدالرحمن راشد د ترکي-افغان سوداګرو اتحادیې له مشر علاءالدین دولت اولګراو او ځينو ترکي سوداګرو سره لیدلي دي.
علاءالدین طالبانو ته د خپلې اتحادیې د موخې او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه یې کړې ده.
طالبانو په دې غونډه کې د ترکیې له حکومت څخه غوښتي چې په ترکیه کې مېشت کډوال دې په خپله خوښه، خوندي ډول او درناوي سره خپل هېواد ته راواستوي.