د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تازه له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي چې امریکا دې د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د دغې ډلې پر وړاندې د خنډ پر ځای د «همکارۍ» لار غوره کړي او د ستونزو په حل کې دې مرسته وکړي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوس طالبان او امریکایان په خپلو کې امنیتي همکاري لري، ویلي چې دی په دې اړه معلومات نهلري، خو په ټکو یې چې که په سیاسي او سوداګریزه برخه کې چې دا مهال لومړیتوب لري پرمختګ وشي، مثبت ګام دی.
نوموړي وویل: «موږ تر اوسه په بېلابېلو برخو کې له بندیزونو سره مخامخ یو، زموږ د مشرانو نومونه لا هم د هغوی په تور لیست کې دي، په بانکي سېسټیمونو تحریمونه پر خپل ځای دي او د افغانستان پیسې کنګل شوي دي.»
دغه طالب چارواکي همدا راز ویلي چې طالبان د دوحې تړون له مخې دې ته ژمن دي چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د هغوی د متحدینو پر پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نه پیښیږي.
نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د داعش په ګډون هېڅ یوه وسلهواله ډله فعاله حضور نهلري او د افغانستان امنیت اوس ان د سیمې د هېوادونو په پرتله ښه دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د دغې ډلې ویاند له یوې سیمهییزې راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دا ډله د یوه منظم پلان له مخې هڅه کوي، څو افغانستان د نړۍ او سیمې په اقتصادي څلورلارې بدل کړي. نوموړي زیاته کړې: «که موږ په دې پلان کې بریالي شوو، د افغانستان امنیت خپله ټینګېږي، ځکه د ټولو هېوادونه ګټه ده.»