له پاکستان نه ستنېدونکي ځینې افغان کډوال د لاریو له لوړو کرایو شکایت کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستان نه افغانستان ته ستنیږي، وايي، د لاریو چلوونکي ورڅخه لوړي کرایې اخلي. دغه افغان کډوال وايي، مخکې لارۍ چلوونکو د پنجاب ایالت له بېلابېلو سیمو څخه د کډو د انتقال لپاره تر ۲۰۰ زرو کلدارو کرایه اخېسته، خو اوس ترې ۵۰۰ زره کلدارې اخلي.

د اګسټ ۳۱مه، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو وروستی ضرب الاجل دی چې نن پوره کیږي.

ددغه ضرب الاجل له پوره کېدو سره سم له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم چټک شوی دی، خو یو شمېر افغان کډوال وايي، چې «موټر چلوونکي د دوی له مجبوریت څخه په استفاده لوړې کرايې اخلي».

یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې موټرچلوونکي له دوی څخه د پنجاب ایالت له لاهور او نورو سیمو څخه په تورخم کې د افغان کډوالو تر پنډغالي تر ۵۰۰ زره کالدارو کرایه اخلي.

کډوالو ویلي، چې وړاندې یاده کرایه تر ۲۰۰ زره کالدارو وه.

د صایم خان په نوم یو افغان کډوال وویل:«زما کور په لاهور کې و، د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې دې ټول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي، له دې اعلان وروسته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. له لا هوره تر تورخم پورې مخکې د لارۍ کرایه تر ۲۰۰ زره کالدارې وه، خو اوس دغه کرایه لوړه شوې ده او تر ۵۰۰ زره کالدارو کرایه اخلي.»

سلګونه افغان کډوالې کورنۍ کلونه وروسته خپل هېواد ته سیتیږي

پاکستان سبا د دوشنبې په ورځ د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هغو شاوخوا ۱،۴ میلیونو افغانانو د اېستلو بهیر پیلوي، چې د پي او ار کارټونه لري.

پاکستاني چارواکو ویلي و چې یوازې په اګسټ میاشت کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۷۷۳ افغان کډوال چې د «پي‌او‌ار» او «ای‌سي‌سي» کارټونه یې لرل، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې. دافغان کډوالو وروستی شیبې


د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و، چې د دې کارتونو د اعتبار موده پای ته رسېدلې او د کارت لرونکو پاتې کېدل به په پاکستان کې غیر قانوني وي.

د بشري حقونو مدافعینو په جبري ډول افغانستان ته د دغو کډوالو شړل له بشري حقونو سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان د نړیوالو قوانینو پر اساس د جبري نه اېستلو د اصل په رعایت کولو مکلف دی.

نور خبرونه

رادیو