د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې افغانستان د لویو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په درشل کې دی او طالبان په کور دننه او بهر له جدي ننګونو سره مخامخ دي. په دغه مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، چې «لوی بدلونونه» راتلونکي دي.
د انعامالحق په نوم د پاکستان یو پخوانی او متقاعد جنرال پنجشنبه (د وږي ۶مه) د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې له لارې په خپره شوې مقاله کې زیاته کړې، چې په کندهار کې د اېډیالوژیکي بهیر او په سوېل ختیځو سیمو کې د حقاني شبکې تر اغېز لاندې ډلو ترمنځ اختلافات له پاکستان سره اړیکو، ټيټيپي، اقتصاد او د نجونو د زدهکړې په څېر موضوعاتو باندې سیوری غوړولی دی.
د هغه په اند، د نړۍوالو لهخوا په رسمیت نهپېژندل، ډېپلوماټیکه انزوا او له نړۍوال بانکي سېسټم څخه لرېوالی د افغانستان اقتصاد د سقوط تر څنډې رسولی دی. له ایران او پاکستانه د کډوالو د ستنېدو څپه هم پر اداري نظام دوه برابره فشار اچولی دی. پاکستانی جنرال وايي، چې طالبان د دغه نوې ستونزو د حل لپاره لازم چمتووالی نهلري.
انعامالحق ادعا کړې، چې د طالبانو په لیکو کې اداري فساد ورځ تر بلې ډېرېږي. هغه وايي، چې دغه کار د دغې ډلې د مرستیالانو د ټاکلو پر سر په وزارتونو کې د موازي جوړښتونو رامنځته کېدو لامل شوی دی. ورته مهال، د مالیاتو او داخلي عوایدو څخه راټولې شوې پیسې د خلکو او په ځانګړې توګه د راستنېدونکو کډوالو اړتیاوې نهشي پوره کولای.
پاکستاني طالبان یا ټيټيپي اوس د افغانستان او سیمې لپاره پر یوه جدي ګواښ بدل شوي دي. سره له دې چې طالبانو د یادې ډلې د کورنیو لپاره د افغانستان شمال ته د لېږد زمینه برابره کړې؛ خو د دغې ډلې نفوذ لا هم په کونړ، پکتیا او د ډیورنډ په کرښه په پرتو سیمو کې پاتې دی. د لیکوال په اند، طالبان د ټيټيپي مهار لپاره لازم پوځي وس نهلري او کېدای شي دغه موضوع په راتلونکي کې پر یوه ستر امنیتي ناورین واوړي.
یاد پاکستانی جنرال لیکي، چې د داعش-خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر وسلهوالو ډلو د طالبانو لپاره نوې امنیتي ننګونې رامنځته کړې دي. هغه زیاتوي، چین له کابل نه غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د فعالیت کوونکو اویغور ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي. سربېره پردې چین د کانونو په برخه کې د همکارۍ د ګړندۍ کولو او د یو کمربند یوې لارې له نوښت سره د افغانستان د نښلېدو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان یاد متقاعد جنرال دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا وړمه شپه دغه هېواد د افغانستان خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونه بمبار کړل. تر شاوخوا ۲۴ساعتونو وروسته د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړ، چې د پاکستان دا کار به ښې پایلې ونهلري.