د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، چې د نجونو د زده کړو مخالف ګڼل کېږي، د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې د دنیا او اخرت د سرلوړۍ لامل ګڼي، په داسې حال کې چې د دغه ډلې د امربالمعروف وزیر، څه موده وړاندې یوازې پر دیني زده کړو ټينګار درلود او عصري زده کړې یې مباح ګڼلې وې.
د عصري زده کړو د مباح ګڼلو په تړاو د «محمد خالد حنفي» څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي وو، او اوس د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم له دیني زده کړو سربېره د عصري علومو زده کړه د دنیا او اخرت د سرلوړۍ لامل بللی دی.
ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) په کندهار کې د سویل لویدیځ زون د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دیني- علمي سمینار په پای مراسمو کې زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل، «که غواړئ په دنیا او اخرت کې سرلوړي ترلاسه کړئ؛ نو په دواړو علومو دیني او عصري ځانونه ښه سمبال کړئ.»
د یادونې وړ ده چې، دغه ۷ ورځنی سمینار په کندهار پوهنتون کې د سویل لویدیځ زون د لسو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ۵۵۰ زد کړیالانو ته جوړ شوی وو.