د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان د تېلو، ګاز او کیمیاوي صنعت فورم کې د افغانستان د ګاز او تېلو په زېرمو او کانونو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
شنونکي وايي، روسیې د طالبانو له رسمیت پېژندنې سره سره، خپله همکاري د تاتارستان او طالبانو ترمنځ اړیکو پورې محدوده کړې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د چهارشنبې په ورځوویل، چې هدایت الله بدري د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د تېلو، ګازو د او کیمیاوي صنعتي فورم کې د وینا پرمهال د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي:« هدایت الله بدري تاتارستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له مشرتابه څخه د یادې غونډي د کوربه توب په مناسبت مننه وکړه او ګډونوالو ته یې د افغانستان د کاني زیرمو، تېلو او ګازو او په دې برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل. د تاتارستان شرکتونو او پانګوالو ته یې د افغانستان د تېلو، ګازو او په ځانګړي ډول د امو دریا، ګټواز او هلمند حوزو کې د پانګونې بلنه ورکړه.»
طالبانو ویلي، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو او د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې هم د تاتارستان چارواکو ژمنه ورکړې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په کازان کې د تات د نفتو دولتي شرکت مسوولینو هم له افغانستان سره د تخنیکي همکاریو، د متخصصینو د لېږلو او د روزنیزو برنامو د برابرولو ډاډ ورکړی.
تاتارستان ته د طالبانو سفرونه په داسې حال کې دي، چې د شنونکو په باور، روسیې د طالبانو له رسمیت پېژندنې سره سره، خپله همکاري ډېری د تاتارستان او طالبانو ترمنځ اړیکو پورې محدوده کړې ده.