درېیو افغان مېرمنو له پاکستانه د نه‌اېستل کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

درېیو افغان مېرمنو چې له پاکستانيانو سره یې ودونه کړي، د اسلام‌اباد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې له دغه هېواده د هغوی د اېستلو مخه ونیسي او د دایمي استوګنې اجازه ورکړي.

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې؛ هغوی په یوې رسمي عریضه کې محکمې ته ویلي، چې له پاکستاني نارینه‌وو سره یې ودونه کړي او د قانون پر بنسټ باید په پاکستان کې د ژوند کولو اجازه ورکړل شي.

قاضي انعام امین منهاس چې د دغه درېیو افغان مېرمنو عریضه یې ترلاسه کړې، قضیه یې د سترې محکمې مشر قاضي ته استولې ده. هغه وايي، همدا ډول یوه بله قضیه هم تر ارزونې لاندې ده.

د ښځو وکیل عمر اعجاز ګېلاني د محکمې په اورېدنه کې زیاته کړې، هغه بهرنۍ مېرمنې چې له پاکستانيانو سره ودونه کوي باید د کورنۍ د نورو غړو په څېر د تابعیت حقونه او د قانوني استوګنې جوازونه ورکړل شي.

ټاکل شوې وروستۍ پرېکړه به د اسلام‌اباد سترې محکمې له بیاکتنې وروسته وشي.
تر دې مخکې د اسلام‌اباد سترې محکمې حکومتي ادارو ته امر کړی و، چې د ۱۸ افغان وګړو د اېستلو بهیر ودروي.

محکمې د پاکستان کورنیو چارو وزارت، نادرا، د کډوالو څانګې، فدرالي تحقیقاتي ادارې او پولیسو ته مکتوبونه استولي. د دغه افغانانو د پي‌اوار کارټونه لغوه شوي او دوی پر دې پرېکړه اعتراض کړی دی.

نور خبرونه

رادیو