د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، چې د جولای په میاشت کې د طالبانو مداخلې په افغانستان کې د ۴۴ بشرپاله پروګرامونو د لنډمهاله ځنډېدو او د یوه روغتیايي مرکز د تړل کېدو لامل شوې دي.
د اوچا وروستی راپور زیاتوي، په جولای میاشت کې د مرستو لاسرسي محدودیتونو اړوند ۱۰۴ پېښې ثبت شوې چې د تېرې میاشتې پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه بنسټ په وینا؛ ۹۵ سلنه دغه محدودیتونه د طالبانو لهخوا لګول شوي دي.
د راپور لهمخې؛ د افغانستان مرکزي سیمې له دغو محدودیتونو نه تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي، چې ۳۰ قضیې یې ثبت شوې دي او ورپسې ختیځ او سوېلي ولایتونه دي.
اوچا ویلي، چې د دغه ۱۰۴ پېښو له ډلې ۸۹ یې د طالبانو د مستقیمې لاسوهنې هڅې وې. دغه لاسوهنې د کارکوونکو د نوملړ غوښتنه، د محرم معلوماتو ترلاسه کول، د پروګرامونو د عملي کېدو مخنیوی او خدمتونو ته د اړمنو ښځو د لاسرسي مخنیوی پهکې شامل دي.
د دغه سازمان په وینا؛ طالبانو هڅه کړې چې د مرستندویه ادارو د استخدام او تدارکاتو په بهیر کې هم مداخله وکړي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې ځینې اړین تفاهملیکونه په ځنډ لاسلیک کړي دي. همداراز، طالبانو د ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګولي دي.
د جنسي توپیر پر بنسټ محدودیتونه د ټولو ثبت شویو پېښو ۱۶ سلنه برخه جوړوي. دغه محدودیتونه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې ځنډول، د هغو پروژو درول چې ښځو پهکې برخه لرلې، کاري سیمو ته د ښځو د سفر منع کول او له عملیاتي ساحو څخه د ځینو ښځینه کارکوونکو اېستل پهکې شامل دي. د دغو محدودیتونو له امله، په جولای میاشت کې ۹ بشردوستانه پروژې په لنډمهالي ډول درېدلې دي.
د اوچا د راپور له مخې؛ د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون له پلي کېدو راهیسې، ټولټال ۷۲۸ پېښو پر بشرپاله بنسټونو اغېز کړی دی. په دې پېښو کې د دفترونو تالاشي، د کارکوونکو ګواښل او د ښځو د ونډې محدودول شامل دي.
د دې ترڅنګ، اوچا د مرستندویه ادارو د کارکوونکو او تأسیساتو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په جولای میاشت کې د تاوتریخوالي ۱۱ پېښې ثبت شوې دي چې د تېرې میاشتې پرتله څلور برابره ډېرې شوې دي. طالبانو په همدې میاشت کې د مرستندویه ادارو درې کارکوونکي هم نیولي دي.
د یادونې ده، چې اوچا تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د طالبانو لاسوهنې او مداخلې په بشرپاله چارو کې په زیاتېدو دي او په اپرېل میاشت کې ۳۵ پروژې د همدې ستونزو له امله په لنډمهالي ډول درېدلې وې.