له پاکستانه یوه ۱۶کلنه افغانه نجلۍ او کورنۍ یې افغانستان ته اېستل کېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) راپور ورکړی، پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې ۱۶ کلنه افغانه نوشابه او د هغې مور بېرته افغانستان ته واستوي. دا کار تر هغه وروسته کېږي، چې په راولپنډۍ کې د هغې د جبري واده هڅه ناکامه شوه.

پاکستاني پولیسو ویلي، دغه نجلۍ د مل خان په نوم یوه افغان د کوټې له کچلاغ څخه راوستې وه چې خپل ورور ګل خان ته یې واده کړي. نوموړي د دغه کار په بدل کې د نوشابې له کورنۍ سره ژمنه کړې وه، چې کار به ورته پیدا کوي.

د پولیسو په خبره، مل خان پر غرنیو قاچاقي لارو دغه نجلۍ خپل کور ته راوستې وه؛ خو کله چې نوشابې ګل خان ولید د هغه د ډېر عمر له امله یې له هغه سره د واده مخالفت وکړ او کله چې ګاونډيان د هغوی کور ته ورغلل؛ نو ملا وتښتېد.

تر دې وروسته پولیسو د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د نوشابې د کورنۍ غړي له ځانه سره بوتلل. په پام کې ده، چې دغه کورنۍ په ۴۸ ساعتونو کې د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.

پولیسو راولپنډۍ ته د دغه کورنۍ په قاچاقي ډول راوستلو او په خپل کور کې د ځای ورکولو له امله د مل خان کورنۍ پر وړاندې هم دوسیه ثبت کړې ده.

له بلې خوا د اسلام‌اباد مرافعې محکمې د ۱۸ افغان کډوالو شړل وځنډول او د هغوی په اړه یې له کورنیو چارو وزارت، احصایې ملي ادارې او فډرالي څېړنو ادارې څخه وضاحت وغوښت.

د دغه ۱۸ افغان کډوالو وکیلانو وویل، چې دغه افغانان د مرحوم فضل الرحمن د کورنۍ غړي دي چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د پاکستاني تابعیت غوښتنه کړې وه؛ خو تراوسه د هغوی په اړه پرېکړه نه وه شوې.

محکمې وویل، چې دغه کورنۍ به د سپټمبر په ۱۸مه نېټه محکمې ته حاضرېږي. حقوق پوهان وایي، دغه قضیه ښایي د افغان کډوالو او تابعیت غوښتونکو د حقونو لپاره یوه مهمه پرېکړه وکړي.

نور خبرونه

رادیو