د غزې پر یوه روغتون د اسراییل برید د څلورو خبریالانو په ګډون ۱۵ تنه وژلي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

اسراییلي ځواکونو د غزې پر ناصر روغتون په برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي، چې په دې کې څلور خبریالان هم شامل دي. په وژل شویو څلورو خبریالانو کې یو تن د رویټرز قراردادي خبریال حسام المصري هم شامل دی.

په دویم برید کې د رویټرز قراردادي عکاس حاتم خالد ټپي شوی دی.

د اسراییل پوځ او د لومړي وزیر دفتر د بریدونو په اړه سملاسي څرګندونې نه دي کړي.

شاهدانو ویلي، دویم برید هغه مهال وشو، چې د ژغورنې کارکوونکي، خبریالان او نور خلک د لومړي برید ځای ته ورغلل.

د المصري له خوا د رویټرز ژوندی ویډیو پوښښ د لومړي برید په وخت کې ناڅاپه بند شو.

د غزې د روغتیا چارواکو د نورو درې خبریالانو نومونه مریم ابو دغه، محمد سلامه او معاذ ابو طه یاد کړي.

د فلسطین د خبریالانو اتحادیې په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې راهیسې په غزه کې د جګړې په جریان کې د اسراییلي بریدونو له امله له ۲۴۰زیات فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو