اسراییل وايي د حوثي یاغیانو ۵۰ هدفونه یې په نښه کړل

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

اسراییل وايي، د یمن په پلازمینه صنعا کې یې شاوخوا ۵۰ هدفونه بمباري کړي دي. دا بریدونه د ایران پلوه یاغیانو د وروستیو توغندیزو بریدونو په غبرګون کې شوي. د بریدونو هدفونه د بریښنا سټیشنونه، د تیلو زیرمې، د نفتو شرکتونه او څو پوځي مرکزونه دي، چې د یمن د ولسمشرۍ ماڼۍ هم پکې شامله ده.

شاهدانو هم د څو توغندويي اډو د بمبارۍ خبر ورکړی.

د حوثي یاغیانو په وینا، په دې بریدونو کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

اسراییلي سیاسي سرچینو هم خبر ورکړی چې د اسراییل استخباراتي ادارې (امان) او موساد د حوثي یاغیانو د مرکزونو او مشرانو پر استوګنځایونو د بریدونو لپاره پراخ پلانونه جوړ کړي او پوځ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د اسراییل امنیتي سرچینې وايي، هڅه شوې، چې د حوثي یاغیانو د مرکز مسوول محمد عبد‌الکریم الرومري ونیول شي، خو عملیات په وروستیو شېبو کې ناکام شول.

نور خبرونه

رادیو