د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ښه پوهېږي که هېواد یې پر تایوان د برید هڅه وکړي؛ نو پایلې به یې څه وي. هغه له سيبياېس شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د شي جېن پېنګ سره یې په لیدنه کې د تایوان موضوع په بشپړه توګه نهده مطرح شوې.
خو ټرمپ له تایوان نه د امریکا د دفاع په اړه څه نهدي ویلي.

