د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د افغانستان په اړه د ټول ‌ګوندیز کنفرانس غوښتنه کړې

پرون

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د حکومت او اپوزیسیون غړو د دغه ایالت د امنیتي وضعیت، له افغانستان سره د اړیکو د ترینګلتیا او د ترهګرۍ زیاتېدو په تړاو د یو ټول‌ګوندیز کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د دوشنبې ورځې غونډه کې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو د ناامنۍ، پر ډيورنډ کرښه د نښتو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دایمي سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې حکومت، اپوزیسیون، قبایلي مشران او دولتي ادارې په ګډه د سولې او ثبات ګډه تګلاره جوړه کړي.

د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي وویل، خیبر پښتونخوا د یوې ډلې نه، بلکې د ټولو ګډ کور دی او باید د سولې په اړه مشورې له سیاسي محدودیتونو پورته وشي.

استازو ټینګار وکړ چې تېر شل کاله عملیات، بې‌کوري او تاوتریخوالي سوله نه ده راوستې، او د پوځي لارو پر ځای باید د خبرو او همغږۍ سیاست وپالل شي.

ځینو استازو د افغان کډوالو د جبري ایستنې، پر ډيورنډ کرښه بریدونو او د ترهګرۍ د نوې څپې په اړه اندېښنه وښوده، او له دواړو هېوادونو یې د زغم او همکارۍ غوښتنه وکړه.

زاهد هانزیب د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: «د افغانانو د ایستلو دا ډول چلند ممکن سبا د غچ اخیستنې لامل شي، ادارې باید په هوښیارۍ عمل وکړي؛ که خبرې د حل لار وي، نو باید مخکې ترسره شوې وای.»

په پای کې اسمبلۍ پرېکړه وکړه چې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره دې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او قبایلي مشرانو په ګډون یو ټول‌ګوندیز کنفرانس راوبلل شي.

نور خبرونه

رادیو