یوناما: په تېرو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ پخواني افغان سرتېري وژل شوي دي

۲ ورځې مخکې

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د خپل یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یې لږ تر لږه د ۱۴ پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو هدفي وژل کېدل ثبت کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې دا پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.

یوناما د بېلګې په توګه د ځینو پېښو یادونه کوي او وایي، د جولای په ۲۰مه د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې یو پخوانی محلي پولیس د دوو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

همدارنګه، د سپټمبر په ۲۲مه په سرپل ښار کې یو بل پخوانی سرتېری چې له درېیو کلونو راهیسې یې دوکانداري کوله، د دوو ناڅرګندو او مخ پټو کسانو له خوا د هټۍ پر لور د تګ پر مهال په ډزو وژل شوی دی.

یوناما زیاتوي، چې دوی د هغو کسانو د بې‌محاکمې وژنو او غېرقانوني نیونو مستند هم ترلاسه کړي، چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۹مه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش او اندخوی ولسوالیو کې د طالبانو د «تروریزم ضد ځواکونو» له لوري یو شمېر پخواني امنیتي منسوبین چې له ایران څخه نوي راستانه شوي وو، نیولي دي، خو د دوی د نیونې لاملونه لا روښانه نه دي.

په دې درېیو میاشتو کې یوناما د ۲۱ بې‌اساسه نیونو او د درېیو کسانو د شکنجې پېښې هم ثبت کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته که څه هم د دې ډلې مشر د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو لپاره د «عمومي عفوې» فرمان اعلان کړی و، خو له هغه وخت راهیسې د پخوانیو نظامیانو د وژنو او نیونو لړۍ لا هم دوام لري.

بلخوا، طالبان د دغو وژنو تر شا خپل لاس لرل ردوي او وایي، چې دا ډول پېښې د شخصي دوښمنیو او غچ اخیستنې پایله ده، نه د حکومت رسمي اقدام.

نور خبرونه

رادیو