د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سېلابونو او ورښتونو په اړه تازه خبرداری ورکړل شوی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د پاکستان په پنجاب کې د ستلج سیند د اوبو کچه لوړه شوې او نږدې ۲۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

ځايي چارواکو هغوی ته چې د سیند په غاړو کې اوسي خبرداری ورکړی چې له ځنډ پرته باید خپلې سیمې پریږدي.

ورته مهال، راپورونه وايي چط په ګلګت بلستان کې د یخچالي جهیلونو د چاودنې او د سېلابونو د راوتلو له ویرې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي. که څه هم ځايي چارواکي وايي چې د مرستو کمپونه فعال شوي، خو په وینا یې، د امکاناتو له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

په پاکستان کې ژغورونکو ډلو ویلي چې خلک باید د مسولو ادارو لارښوونو ته جدي پام وکړي. پاکستان په وروستیو کې د اقلیمي بدلون له ناببره څپې سره مخ دی چې له کبله یې په بېلابېلو سیمو کې سخت ورښتونه شوي او ګڼ سیلابونه راوتلي دي.

د وروستیو سختو ورښتونو له کبله د سلګونو کسانو د مړه کېدو سربیره د پراخې ویجاړۍ د رامنځته کېدو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو