عمران خان د‌ پاکستان ولسي جرګه کې محمود خان اڅکزی د اپوزېسیون مشر وټاکه

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دغه هېواد په ولسي جرګه کې د شهباز شریف د حکومت لپاره د اپوزېسیون د رییس په توګه ټاکل شوی. د یاد ګوند چارواکو ویلي، چې اڅکزی د عمران خان په مستقیمه لارښوونه ټاکل شوی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او اوسني زنداني سیاست‌وال عمران بیا د خپل ګوند یو غړی اعظم سواتی په مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون د رییس په توګه ټاکلی دی. محمود خان اڅکزی چې د‌ پاکستان پوځ او اوسني حکومت ضد دریځ لري دا یې لومړی ځل دی، چې د حکومت خلاف د اپوزېسیون مشري په غاړه اخلي.

همدا راز عمران خان په پنجاب کې هم د ایالتي حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون لپاره پنځه کسان ټاکلي دي.

شنونکي باور لري، چې د اپوزېسیون د نوو مشرانو اعلان د تحریک انصاف لپاره خورا مهم دی. د هغوی په اند که دغه څوکۍ تشې پاتې شي؛ نو حکومت به د پارلمان بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي او د اساسي قانون د مهمو څوکيو په ټاکنو کې به پراخ لاس ولري.

دغه ټاکنې داسې مهال کېږي، چې د شهباز شریف حکومت په مشرۍ یوې محکمې په پارلمان کې د عمران خان ګوند د اپوزېسیون مشرانو غړیتوب لغوه اعلان کړ. تحریک انصاف د ۲۰۲۴کال د اګست پر ۸مه اعلان کړی و، چې نوي کسان به نه معرفي کوي او دغه پرېکړه به په محکمه کې ننګوي. د ملي اسمبلۍ پخواني اپوزېسیون مشر عمر ایوب هم هغه مهال ویلي و، چې د پېښور د عالي محکمې د حکم د نقض لپاره به د ټاکنو کمېسیون پر وړاندې دعوه کوي؛ ځکه د هغه څوکۍ خالي اعلانول له قانون سره په ټکر کې کار دی.

هم‌مهاله راپورونه ورکړل شوي، چې د پاکستان دغه پخوانی لومړی وزیر په زندان کې له یو شمېر محدودیتونو سره مخ شوی دی. ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې تېره اونۍ عمران خان ټلوېزیون، ورځپاڼو او ان خصوصي ډاکټر ته هم لاسرسی نه درلود.

نور خبرونه

رادیو