انتونیو ګوترېش: طالبان دې د ښځو د حقونو محدودونکي قوانین او پالیسۍ سمدستي لغوه کړي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په خپل کلني راپور کې چې امنیت شورا ته وړاندې شوی، طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په تور تورن کړي دي.

هغه په طالبانو غږ کړی، چې سمدستي دې ټول هغه قوانین او پالیسۍ لغوه کړي چې د ښځو ازادي محدودوي.

په راپور کې راغلي چې یوناما په ۲۰۲۴کال کې د طالبانو او نامعلومو کسانو لخوا د جنسي تېري، جبري ودونو او شکنجې څو پېښې ثبت کړې دي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې د طالبانو په زندانونو کې پر هغو ښځو چې د طالبانو مخالفې دي، یا هغه کسان چې د دوی جنسي تمایل له امله پېژندل شوي، د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې سمدستي ټول هغه قوانین، پالیسۍ او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.

راپور زیاتوي چې ځینې طالب چارواکي د ۲۰۲۱کال له اپریل راهیسې د جنسي تېري او نورو بڼو جنسي تاوتریخوالي کې ښکېل دي، په ځانګړې توګه پر هغو ښځو چې د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو یې سرغړونه کړې ده.

په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پرامیلا پټن وايي: «د هغې ښځې په وضعیت فکر وکړئ چې په افغانستان کې د طالباني محکمې له پرېکړې سره سم، په جبري توګه بېرته هغه سړي ته ورکړل شوې چې نه یې غوښتل ورسره ووسېږي. په داسې هېواد کې چې د ښځې بدن یو بې‌دیواله زندان ګرځېدلی، موږ ډېری وخت د ژوندي پاتې شویو قربانیانو خبرې کوو.»

په راپور کې ټینګار شوی چې د طالبانو پالیسیو د ښځو د زده‌کړې، روغتیایي او رواني خدمتونو ته د لاسرسي لاره بنده کړې ده، په ځانګړې توګه د هغو خدمتونو چې د جنسي تاوتریخوالي قربانیانو ته برابریږي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو