په سمنګان کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند وايي، په دغه ولایت او په ځانګړې توګه په خُلم او تنګي تاشقرغان سیمو کې د نن شپې د شوې زلزلې له امله تر اوسه ۵ کسان مړه او څه باندې ۱۴۰ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه له یادې زلزلې ۴ مړي او ۶۵ ټپیان د خُلم ولسوالۍ روغتون او همداراز یو مړی او ۷۸ ټپيان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ویل کېږي، لا هم له زلزلهځپلو سیمو د ټپيانو د لېږد بهیر روان دی او ښايي د مرګژوبلې شمېر تر دې هم زیات شي.
له دې سره سم، په سمنګان کې د طالبانو د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د کابل- مزارشریف لویه لاره په تاشقرغان تنګي کې د یوه غره د ښویېدو له امله بنده شوې او په وینا یې اړوند تخنیکي ډلې هڅې کوي، چې دغه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.
د یادونې وړ ده، چې نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۲:۵۸دقیقو د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښټر په کچه زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونه او په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه لړزولي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې (USGS) د راپور لهمخې، د دغې زلزلې مرکز «خُلم» ولسوالۍ بلل شوې او تر ځمکې لاندې په ۲۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو لهمخې، دغه زلزله له افغانستان سربېره په تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.

