د فراه لپاره د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د ځینو رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ په غونډه کې له هغوی څخه وغوښتل: «د موسیقۍ او تصویر له خپرولو څخه ډډه وکړئ او خپلې کړنې د ملا هبتالله له لوري له ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې تر سره کړئ.»
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې د فراه ولایت لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولینو زیاته کړه، رسنۍ په ټولنه کې د «محراب او منبر» حیثیت لري او د رسنیو مسوولینو ته یې په خطاب کې وویل: «نو پر تاسې لازمه ده، چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ چې د اسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې دي.»
یادو مسوولینو ویلي، رسنۍ باید د نظام غږ تر ولسه ورسوي څو د نظام غوښتنو ته ژمن پاتې شي او زیاته کړې یې ده: «که رسنۍ د نظام له پالیسۍ سره سم نشرات وکړي د نظام د بقا او استحکام سبب کېږي، نو پر همدې اساس مو د رسنیو له مسوولینو غوښتنه ده، چې د نظام اصلي غږ تر ولسه ورسوي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.»
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کورنۍ رسنۍ او همداراز خبریالان او رسنیز کارکوونکي تر سخت فشار او سانسور لاندې دي او د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې ۵ خبریالان وژل شوي او ۲۶۵ یې نیول شوي دي.

