ټي ټي پي خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د پاکستاني سرتېرو مړي ونه سپاري

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

ټي ټي پي د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور لګولی، چې ددوی د جنګیالیو د مړو سپکاوی کوي او په اسانۍ یې اړوندو کورنیو ته نه سپاري. دې ډلې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستاني سرتېرو مړي له سپکاوي پرته پخپله دفن کړي او تر امر ثاني یې ور ونه سپاري.

د بلوچستان ایالت د ژوب په سمبازه سیمه کې د پاکستاني طالبانو د ۳۳ تنو جنګیالیو له وژل کېدو او په سیمه کې د هغوی د مړو له پاتې کېدو وروسته، ټي ټي پي خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د وژل کېدونکو پاکستاني سرتېرو مړي تر دویم امر پورې ونه سپاري او په خوندي ځای کې یې ښخ کړي.

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې « د پاکستان امنیتي ادارې د دغې ډلې د وژل شویو جنګیالیو مړو ته سپکاوی کوي او په سړه او ګرمه هوا کې یې له ښخولو پرته تر شنه اسمان لاندې پریږدي».

دې ډلې ویلي، چې د پاکستان امنیتي ادارې د ټي ټي پي وژل شوي کسان د هغوی د کورنیو غړو او قومي مشرانو ته په اسانۍ نه سپاري.

یادې ډلې پر خپلو جنګیالو غږ کړی، چې د پاکستان د امنیتي ادارو د وژل شویو کسانو جسدونو ته له سپکاوي ډډه وکړي او په یوه خوندي ځای کې یې ښخ کړي، خو تر بلې خبرتیا دې د پاکستاني ادارو د وژل شویو کسانو جسدونه حکومت ته نه سپارل کیږي.

دغه اعلامیه داسې مهال خپریږي، چې ویل کیږي د اګست پر اتمه د بلوچستان په ژوب کې د پاکستاني طالبانو د ۳۳ وژل شویو جنګیالیو مړي تراوسه هم په سیمه کې پراته دي او ځینې هغه کسان د افغان طالبانو استخباراتو نیولي، چې ددغو مړو د انتقال لپاره یې هڅې کولې.

په نیول شویو کسانو کې یو تن د حقاني شبکې پخوانی قوماندان غلچکی تنګیوال دی، چې ویل کیږي د طالبانو استخباراتو د پکتیکا په وازه خوا ولسوالۍ کې نیولی او د څرخي پله زندان ته یې لېږدولی دی.

نور خبرونه

رادیو