د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده وخت ورکړی دی.

د دې پرېکړې له مخې، هغه افغانان چې د «پي او ار» او لنډه مهاله اوسېدو اسناد لري، اړ دي چې تر دې نېټې مخکې له پاکستانه ووځي، که نه په جبري توګه به و اېستل شي.

د پاکستان حکومت ټولو افغان کډوالو ته چې غېر قانوني مېشت دي او لنډمهاله اسناد لري، ۱۳ ورځې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دې هېواده ووځي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شینواري په پنجاب کې د یوې افغاني کورنۍ سره په دې اړه خبرې کړي.

د دغه کورنۍ سرپرست عبدالکریم چې په یوه خونه کې له خپلو ماشومانو سره ژوند کوي، ويلي: «ټول ژوند مې د اولادونو د ګېډې مړولو لپاره په مزدورۍ تېر کړی، اوس راته ویل کېږي چې خپل وطن ته ولاړ شه، دا سفر اسانه نه دی.»

د عبدالکریم په خبره، افغان کډوال له پنجاب څخه تر تورخم پورې ګام پر ګام پوښتل کېږي او پولیس پيسې اخلي.

هغه زياته کړې: «موږ غریب خلک چې د خوړو لپاره په سختۍ پيسې پيدا کوو، دا دومره پیسې له کومه کړو، مېرمن مې ناروغه ده، موږ ته د بېګانه په سترګه کتل کېږي، موټر چلوونکي دوه برابره پیسې راڅخه اخلي.»

بلخوا، په لنډي کوټل کې د افغان کډوالو په کمپ کې ګل اغا چې په مستعار نوم یې خبرې کولې، په سترګو یې د وېرې، بې‌وسۍ او اندېښنو سیوری لیدل کېده.

سره له دې چې نوموړي کلونه په پاکستان کې تېر کړي؛ خو قانوني اسناد یې تر لاسه کړي نه دي.

نوموړي د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شینواري ته وویل: «هر وخت وېره راسره وي چې پولیس به مو ونیسي، له کوره بهر سم دستي د تالاشۍ سره مخ کېږو، درملنه او روزګار زموږ لپاره یو خوب و، ماشومان مو له ښوونځي پاتې او د پردیتوب احساس کوو.»

د هغه په خبره، افغانستان ته تګ ورته سخت دی: «په افغانستان کې د بېکارۍ او خونديتوب وېره او اندېښنه راسره ده.»

سرچینو ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو اېستلو ته جدي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د مذهبي ګوند جماعت اسلامي د ملاکنډ څانګې مشر او پخوانی وزیر عنایت الله خان له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته باید د قانون له مخې د پاکستان تابعیت ورکړل شي، ځکه دا د هغوی حق دی. د نوموړي په وینا، که افغانان په جبري ډول له پاکستانه و اېستل شي د دوښمنیو د زیاتېدو لامل کېږي.

سرچینې وايي، چې د اسلام اباد پولیسو په تېره اوونۍ کې هم د اسلام اباد په درېیو سیمو کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او د هغوی ځینې اسناد او پیسې یې هم له ځان سره وړي دي.

د معلوماتو له مخې، دمګړی له ۲۰۰۰ څخه ډېر هغه افغانان چې د جرمني هېواد له خوا یې د منلو فدرالي پروګرام په ترڅ کې تایید لیکونه ترلاسه کړي، د جي ای زيډ په مېلمستونونو کې اوسېږي.

نور خبرونه

رادیو