محمد حنیف اتمر: له اوسنیو حاکمانو غواړو چې د ملت ارادې ته غاړه کېږدي

۱۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سیاسي خپلواکۍ د ۱۰۶ مې کلیزې په مناسبت وویل چې له اوسنیو حاکمانو غواړي د ملت ارادې ته غاړه کېږدي.

اتمر وايي، تلپاتې سوله او ورورولي له تبعیض پرته د ټولو وګړو د اساسي حقونو او ازادیو پر بنسټ ترلاسه کېدای شي.

محمد حنیف اتمر نن سې شنبه د زمري ۲۸مه، د افغانستان د سیاسي خپلوکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې د هر ازاد ملت لپاره خپلواکي د خپل برخلیک د ټاکلو حق، د سیاسي نظام په مشرۍ کې د خلکو د ازادې ارادې تمثیل او د بنسټیزو بشري حقونو د تضمین مانا لري.

اتمر نیوکه کړې، چې « له بده مرغه اوسني حاکمیت دغه حق زموږ له خلکو اخیستی دی.»

محمد حنیف اتمر وايي چې په دې تاریخي ورځ کې د خپل ملت هغه مبارزې او قربانۍ ستایي چې د شاه غازي امان‌الله په مشرۍ یې افغانستان د استعمار له واکمنۍ وژغوره.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر پخوانيو سیاسیونو په وار وار پر طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې اترې پیل کړی، څو دا هېواد د تلپاتې سولې څښتن او ټولګډونه حکومت رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو