د افغان ایواک په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ سازمان د امریکا د استازو جرګې له خوا د دوه ګوندي قانون «تلپاتې هرکلی» د معرفي کېدو هرکلی کړی او د دې قانون پر چټک تصویب یې ټینګار کړی دی.
د افغان ایواک په وینا، دغه قانون به د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږي کوونکي دفتر (CARE) بېرته فعال کړي، د دوسیو روڼ ډیټابیس به جوړ کړي، د کورنیو د یوځای کېدو بهیر به چټک کړي او د اړوندو ادارو ترمنځ به همغږي لا غښتلې کړي.
د افغان ایواک مشر «شاون وان ډیور» ویلي، چې دا قانون یوازې قانون منل نه ده، بلکې د امریکا د ویاړ او تعهد بیا ځلي تایید دی.
د هغه په خبره، د کییر دفتر بېرته فعاله کېدل تضمین کوي، چې افغان سرتېري، داوطلبان او کورنۍ یې هېر نه شي.
وان ډیور زیاته کړې، چې افغان ایواک د کابل د سقوط له ګډوډۍ وروسته جوړ شو، هغه مهال چې زرګونه پخواني سرتېري او د افغانستان ملاتړي د امریکایي ځواکونو ترڅنګ ودریدل.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د «تلپاتې هرکلي» د پروګرام ځنډېدو زرګونه کسان له ګواښ سره مخ کړي او د امریکا باور یې زیانمن کړی دی.
راپورونه زیاتوي، چې دغه قانون د امنیتي څېړنو په بهیر کې بدلون نه راولي، خو ډاډ ورکوي چې واشنګټن به خپلو هغو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي چې له افغان متحدینو سره یې کړي دي.
د یادولو وړ ده، چې د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴کال کې د «CARE» دفتر منحل کړی و او تر اوسه نوی همغږي کوونکی نه دی ټاکل شوی. خو د نوې مسودې له مخې به دا دفتر بېرته خپل کار ته دوام ورکړي او د امریکا تعهد به د افغان قراردادیانو د بیا مېشتېدنې په برخه کې یو ځل بیا روښانه شي.
افغان ایواک له کانګرس غوښتی، چې ژر تر ژره دغه لایحه تصویب کړي، څو امریکا خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي او په نړیواله کچه د اعتبار او تعهد روښانه پیغام واستوي.