امریکا په افغانستان کې د خپلو وګړو د خپل‌سري نیونې په اړه خبرداری ورکوي

۱۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له قطره فعالیت کوي، د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) خبرداری ورکړی، چې که امریکايي وګړي افغانستان ته سفر وکړي، د طالبانو له‌خوا د خپل‌سري نیونې له ګواښ سره به مخ شي.

دغه سفارت خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې.

دا خبرداری په داسی‌ حال کې ورکړل شوی، چې افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو په ځانګړې توګه د مجازي نړۍ نفوذ لرونکو اینفلونسرانو تګ زیات شوی دی.

طالبانو له دې وړاندې څو تنه امریکايي وګړي نیولي او بیا یې د هغوی په بدل کې خپل ځیني غړي د امریکا له بندخونو ازاد کړل.

د امریکا حکومت له طالبانو غوښتي، د محمود شاه حبیبي چې یو افغان ـ امریکايي وګړی دی د برخلیک په اړه معلومات ورکړي؛ خو طالبانو ویلي چې د هغه د شتون په اړه هېڅ معلومات نه لري.

ځینې باوري سرچینې وایي، چې طالبانو حبیبي د القاعدې د پخواني مشر د وژل کېدو او له استخباراتي ادارې سي ای اې سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.

د امریکا د سفارت په اعلامیه کې نه یوازې افغانستان، بلکې میانمار، اریتریا، ایران، نیکاراګوا، شمالي کوریا، روسیه او وینزویلا ته د سفر نه کولو سپارښتنې هم شوې دي.

نور خبرونه

رادیو