سرچینې: په هرات کې د بس او مازدا موټرو د ټکر له امله تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي

۸ ساعتونه مخکې

په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د هرات ـ اسلام‌کلا پر لویه لار د مسافرو د یوه بس موټر او بار وړونکي مازدا د ټکر له امله ۷۱ کسان مړه شوي دي.

د بس موټر مسافر هغه کسان و، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه راشړل شوي و او کابل ته روان و.

له هرات څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې دغه بس له اسلام‌کلا څخه کابل ته د کډوالو د لېږد پر مهال له دې پېښې سره مخ شوی دی.

د سرچینو په خبره، تر ټکر وروسته د مسافرو موټر اور اخیستی او په پېښه کې تر ۷۰ زيات مسافر وژل شوي او سوځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او جسدونه یې د پېژندلو نه دي.

ویل کېږي، چې د مړه شویو ماشومانو شمېر ۱۷ تنو ته رسېږي.

د بس درې تنه سپرلۍ په دې پېښه کې ټپیان شوي، خو د طالبانو یوه سیمه‌ییز چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دوی حالت نازک دی.

د سرچینو په خبره، د دې پېښې ډېری قربانیان هغه کورنۍ دي چې له ایران څخه اېستل شوي او غوښتل یې خپلو سیمو ته ولاړ شي.

ویل کېږي، ډېری قربانیان د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ۴۰۴ مسافر وړونکی بس موټر له یو موټرسایکل او یوه مازدا سره ټکر وکړ.

د دې ترافیکي پېښې لامل د بس موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي او ګړندی تګ بلل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو