د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د پاکستان د لوی درستیز د ګډې کمېټې د مشر جنرال ساحر شمشاد مرزا په مشرۍ له یوه پلاوي سره ناسته کړې. دواړو هېوادونو د افغان-ټرانس رېل پټلۍ د درې اړخیز تړون پر ژر عملي کولو ټينګار کړی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د پاکستان د لوی درستیز د ګډې کمېټې د مشر جنرال ساحر شمشاد مرزا سره د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۸مه) لیدلي دي.
دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د څو اړخیزو همکاریو او ستراتيزيکې ملګرتیا په اړه بحث کړی دی او همداراز په دې ناسته کې د هغو ژمنو او هوکړو پر عملي کولو ټينګار شوی، چې د فبرورۍ په میاشت کې شهباز شریف دغه هېواد ته د سفر پر مهال کړې وې.
ازبکستان او پاکستان د متقابلو اړیکو او لیدنو پر ډېرېدو خوښي ښودلې.
د راپورونو له مخې، د روان کال له پيل راهيسي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲۳ سلنه زياته شوې او د کارګو ټرانسپورټ کچه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
په کراچۍ او لاهور کې سوداګریز مرکزونه پرانیستل شوي او د مستقیمو الوتنو شمېر هم زیات شوی دی.
د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د نظامي او پوځي تخنیکي همکاریو او همدارنګه د عصري امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې پر عملي همکاریو ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف څو ورځې وړاندې په ترکمنستان کې هم د سیمې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغان-ټرانس رېل لارې پروژې د چټکې پلیتابه غوښتنه کړې ده. هغه دغه پروژه د سیمهییزې اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بللې ده.
د افغان-ټرانس رېل لارې د امکان سنجونې تړون تېره میاشت د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت، د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت او د پاکستان د رېل لارې وزارت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
د دغه تړون مراسم د درېیواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې ترسره شول.
پاکستاني وزیر اسحاق ډار ویلي، چې دغه رېل لاره به د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د مالونو د ټرانزیټ لپاره نوې لاره برابره کړي او د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پراختیا کې به مهم رول ولري.