فایق: اصلي خپلواکي هغه ده چې افغانستان د طالبانو له فکري او سیاسي «اشغاله» وژغورل شي

۹ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، اصلي خپلواکي هغه وخت ده چې افغانستان د طالبانو له فکري او سیاسي «اشغاله» وژغورل شي.

نصیر احمد فایق زیاتوي، د خپلواکۍ اصلي نمانځنه هغه وخت معنا لري چې یو ملي نظام د قانون، عدالت، بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او د خلکو د واکمنۍ پر بنسټ جوړ شي.

فایق په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د استقلال اصلي نمانځنه هغه وخت مانا لري چې افغانستان د طالبانو له فکري او سياسي اشغال او له بهرنۍ مرستې د تړاو څخه خلاص شي، خلک له فقر، بې‌کارۍ او مهاجرت څخه وژغورل شي او يو ملي نظام د قانون، عدالت، بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او د خلکو د واکمنۍ پر بنسټ جوړ شي.»

د نوموړي په وینا، تر هغې چې د افغانستان ډېری خلک او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو بنسټيزو ازادیو او حقونو بې برخې وي، د خپلواکۍ یادونه به له تش شعار پرته بل څه نه وي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) د افغانستان پاچا امان الله خان له انګرېزانو د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت له‌خوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه) د خپلواکۍ د ورځې توګه نمانځل کېږي.

نور خبرونه

رادیو