د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې په اسلاماباد کې د افغانستان په تړاو راتلونکې غونډه د پاکستان د «ای اېس ای» له خوا جوړېږي، ویلي: «خلیلزاد اوس پوه شو چې د پاکستان «ای اېس ای» د افغانستان لپاره خطرناک پلانونه لري.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) وویل، چې په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو راتلونکې غونډه د پاکستان د څارګرې ادارې «ای اېس ای» له خوا جوړېږي.
صالح بیا په خپل اېکس کې لیکلي، «خلیلزاد یوازې د ۲۰۲۵ د اګسټ په نیمايي کې تازه پوه شو او درک یې کړه چې په پاکستان کې د بدو موخو لپاره یوه اداره د ای اېس ای په نوم شته او دغه سازمان د خپلو پټو بنسټونو له لارې افغانان ځان بولي.»
نوموړی د پوښتنې په ډول زیاتوي، ولې خلیلزاد د هغو لسګونه زره ټُنو چاودېدونکو توکو په اړه چې «ای اېس ای» د افغانستان د جمهوریت د ویجاړولو لپاره لېږل څه نه وايي او په وینا یې دا هماغه پخوانۍ څارګره اداره ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دې مخکې ویلي، یاده غونډه د ای اېس ای له خوا جوړېږي او په وینا یې داسې ښکاري، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغې ناستې سره همنظره نه دی، نو ځکه یې د ناستې د ګډونوالو نوملړ افشا کړی دی.
د پاکستان د سوېلي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ د مشرې په وینا، یاده غونډه د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه د یو شمېر افغان سیاسي او ښځینه فعالانو په ګډون په اسلام اباد کې جوړېږي او موخه یې هم د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزې سولې او ثبات بحث دی او دا به د اسلام اباد پروسې پیل هم وي.