د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وتلو لپاره د ۲۰۲۵کال د اګسټ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې دغې نېټې ته یوازې ۱۳ ورځې پاتې دي. د دغې پرېکړې له مخې؛ هغه افغانان چې د پي او ار او اې سي سي کارتونه لري؛ باید دغه هېواد پرېږدي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وایي، دغه اقدام په پاکستان کې د بې‌اسناده مېشتو کډوالو د زیاتېدونکي شمېر د کنټرول او د قانوني اسنادو لرونکو کسانو د ثبت لپاره اخیستل شوی دی. چارواکو روښانه کړې، چې په پاکستان کې ټول افغانان په ناقانونه توګه مېشت دي او د پي او ار او اې سي سي کارت لرونکي افغانان باید تر ټاکلې مودې وړاندې په خپله خوښه دغه هېواد پرېږدي.

په پنجاب کې په یوه خامه کور کې مېشت افغان عبدالکریم د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری ته ویلي:« ما مې ټول ژوند د مزدورۍ په ډوډۍ تېر کړ، د خپلو ماشومانو ګېډې مې مړې کړې. اوس راته ویل کېږي، چې بېرته خپل وطن ته ولاړ شم؛ خو دا سفر دومره اسانه نه‌دی. له پنجابه تر تورخمه پورې په هر ګام کې موږ درول کېږو او په هره پوسته کې رانه زرګونه روپۍ اخیستل کېږي. موږ غریبان چې د خوړو لپاره هم په سختۍ پیسې پیدا کوو؛ نو دا دومره پیسې له کومه کړو؟»

هغه چې مېرمنه یې هم سخته ناروغه ده وایي:« په لاره کې خلک موږ داسې ګڼي، لکه موږ چې پر دوی بار یو. د بار وړونکو موټرو چلوونکي له موږ دوه برابره کرايه غواړي او کله کله ځای هم نه راکوي.»

په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې مېشت ګل آغا (مستعار نوم) په سترګو کې وېره او بې‌وسي له ورایه ښکاري. د هغه د ژوند برخلیک اوس د کاغذ څو ټوټې ټاکي. هغه له خپلو ماشومانو سره کلونه په پاکستان کې تېر کړل؛ خو هېڅکله یې قانوني اسناد نه‌لرل.

ګل آغا وایي:« هر وخت دا وېره راسره وي، چې پولیس به مې ونیسي. له کوره بهر په وتلو سره سم سملاسي د تلاشۍ سره مخ کېږو. زما ماشومان ښوونځي ته نه‌شي تلای او موږ تل له قانوني هویت پرته دلته ژوند کړی. اوس چې ورځ تر بلې سختې ډېره شوې، موږ افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړ شوي یو؛ خو د ستنېدو سفر هم اسانه نه‌دی.»

هغه وایي، دغه ستونزې دلته نه ختمېږي؛ بلکې هلته هم نه کار شته او نه هم خوندي راتلونکی؛ خو په پاکستان کې نور بې اسناده پاتې کېدل هم له ګواښه ډک کار دی.

نور خبرونه

رادیو