د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار شورا په رسمي ډول د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځلو اعلان وکړ.
دا لومړی ځل دی چې په دې ښار کې د افغان ـ امریکایي ټولنې په هڅو او ملاتړ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د ښاروالۍ له لوري په رسمي ډول ونمانځل شوه.
د افغان ټولنې استازي ډاکټر رحیمي پر ایکس خواله رسنۍ ویلي،چې دا بریا یوازې د دوی د ګډ کار او یووالي پایله ده.
د هغه په وینا، د سان ډیاګو ښار په دې پرېکړې سره نه یوازې د افغان ـ امریکایانو ونډه او هویت وستایه، بلکې د هغوی د کلتوري ارزښتونو په درناوي کې یې یو نوی باب پرانیست.
په همدې تړاو، د افغان ټولنې مشرانو د خپلو ټولنیزو همکارانو، مشرتابه ټیم او هغو کسانو مننه وکړه چې د دې پرېکړې په عملي کولو کې یې ملاتړ کړی دی.
د سان ډیاګو ښار درې د باور وړ غړي«راول کامپیلو، مارني وان ویلپرټ او شان اېلو ریویرا» د افغان ـ امریکایي ټولنو ملاتړي وبلل شول او د هغوی د دوامدارو هڅو ستاینه وشوه.
د افغانانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې دا نمانځنه د افغان کډوالو لپاره د ویاړ، ملي هویت او ټولنیز پیوستون یو مهم ګام ګڼل کېږي، او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې هم په دې ښار کې د افغان کلتوري ارزښتونو د درناوي لپاره ورته پروګرامونه ترسره شي.