محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو په پکتیکا کې خپل یو پخوانی قوماندان حیات الله غلچکی تنګیوال او د هغه دوه نور ملګري له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي. طالبانو په رسمي ډول د هغه د نیول کېدو خبر نه دی تایید کړی.
سرچینو د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۸مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو خپل یو پخوانی قوماندان حیات الله غلچکی، چې له دې وړاندې د مولوي سنګین د فاتح کاروان د یوې ډلګۍ مشر و، د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولی او له وازې خوا ولسوالۍ نه یې د کابل څرخي پله زندان ته لېږدولی دی.
سرچینې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د غلچکي ترڅنګ د هغه دوه نور ملګري خالد او نعیم القید هم نیولي دي.
افغانستان انټرنشنل له پکتیکا نه د خپلو سرچینو له قوله خبر ور کړی و، چې نوموړي د اګست پر اوومه او اتمه د ژوب په سمبازه سیمه کې د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د وژل شویو ۳۳ پاکستاني طالبانو د ټپیانو ددرملنې او مړو د انتقال په برخه کې د همکارۍ غږ کړی و.
نوموړي د زمري پر ۲۴مه، چې پر کابل د طالبانو د تسلط له ورځې سره سمون خوري، د خپلې ډلې له غړو غوښتنه کړې وه، چې « ملګرو ته ضرورت دی، موږ یوازې مه ورپرېږدئ».
خو د افغانستان انټرنشنل د خبر له خپرېدو وروسته نوموړي له خپلې فیسبوک پاڼې دغه پوسټ لرې کړ او وروسته سرچینو وویل، چې د طالبانو استخباراتو نوموړی د وازې خوا ولسوالۍ زندان ته اچولی او وروسته یې کابل ته لېږدولی دی.
د طالبانو امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د هغه د نیول کېدو په اړه ځواب ونه وایه.
حیات الله «غلچکی تنګیوال» د حقاني شبکې د وژل شوي قوماندان مولوي سنګین د ډلې اړوند فاتح کاروان جنګي قوماندان پاتې شوی.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي و، « هر مجاهد چې ځي، تکلیف به نه وي ورته، هیله ده، چې په دې سپیڅلي جهاد کې همکاري را سره وکړئ».
د اګست پر اوومه پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو یوه ډله، چې د پکتیکا له وړممۍ ولسوالۍ نه د بلوچستان د ژوب پر لور روانه وه، په سمبازه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو له لارې په نښه کړه، چې ۳۳ کسان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
په وړممۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د اګست پر اتمه جنګیالیو له ځینو کلینیکونو نه له ځان سره ډاکټران بوتلل، چې د پاکستاني طالبانو د ټپیانو درملنه وکړي.
د مولوي سنګین ډله له ټي ټي پي او نورو پاکستاني طالبانو سره په همکارۍ او په جګړو کې پر برخه اخېستنې تورنه ده او له همدې امله طالبانو ددې ډلې مشران، په ځانګړي ډول د سنګین ورور بلال فاتح، په کور کښېنولي دي.
د مولوي سنګین ډلې فاتح کاروان له پخوا راهیسې له ټي ټي پي سره د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو کې برخه درلوده.
غلچکي تنګیوال، چې د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ۱۵ دقیقې کتاب کې یې خورا ډېرې یادونې شوې، د شعر په ژبه د طالبانو له اوسنیو چارواکو شکایتونه درلودل چې مقامونو یې خوی بدل کړی دی.
هغه دغه راز په ژوب کې د ۳۳ پاکستاني طالبانو له وژل کېدو وروسته ویلي و، چې « تر څوبه ورته ازادي ونه وایم چې شهیدان مو نه وي راوړي».
طالبانو ددې ډلې یو شمېر غړي له دې وړاندې هم نیولي او د څرخي پله زندان ته یې لېږدولي دي.