د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان دې د امنیت په برخه کې د چین اندېښنې درک کړي

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامدارې وساتي. وانګ یې په دې ناسته کې له طالبانو غوښتي، چې د امنیت برخه کې د چین اندېښنې درک کړي.

ملا حسن اخوند زیاته کړې چې چین د افغانستان په شمول له نورو هېوادونو سره په پرمختګ کې همکار پاتې شوی دی او مثبت رول یې لوبولی.

وانګ یي د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته تللی اونن غرمه یې په ګلخانې ماڼۍ کې د طالبانو له رییس الوزرا سره کتلي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ملاحسن اخوند د چین د بهرینو چارو له وزیر سره کتنه کې ویلي چې دوی هېڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو د مثبت تعامل او ښو مناسباتو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنۍ سره د جګړو او ناامنۍ په ګډون ډېرې ستونزې حل شوې.

ملا حسن اخوند ویلي: «زموږ پالیسي داده چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو له لارې مخته ولاړ شو. د چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوامدارو او مثبت اړیکو لرلو په پایله کې به ښه پرمختګونه ولرو.»

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي چې وانګ یي د چین او افغانستان اړیکې تاریخي بللې دي او ویې ویل: «چین د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري دی، چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه زه یوازینی کس یم چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر وکړ او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي. موږ مشترک راتلونکی لرو او غواړو چې اسیایي هېوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.»

د طالبانو له قوله، وانګ یي وویل، چین له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادق او ثابت قدمه دی او له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکارۍته چمتو دی او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې:«هیله ده چې افغانستان هم د امنیت په برخه کې زموږ اندېښنې درک کړي. »

نوموړي دا هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه امنیتي همکاري د افغانستان لپاره د ښه پرمختګ زمینه برابروي.

تر دې مخکې وانګ یي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ، چې بیجنګ په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي. وانګ یي دغه راز د چین په «یوه لار یو کمربند» پروژه کې د افغانستان د رسمي ګډون وړاندیز کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته تللی.

ددې ناستې یو مهم هدف له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د سي پیک پروژې امنیت، د پولو مدیریت او د عملیاتو همغږي شودل شوی. دغه راز د بیجنګ د درې اړخیزې ناستې د پرېکړو تعقیب هم ددې ناستې یو هدف ګڼل کیږي.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د بیجنګ په ناسته کې د سي پیک په پروژه کې د افغانستان د شاملولو یادونه هم شوې، خو په دې تړاو تراوسه درېواړو اړخونو روښانه دریځ نه دی ښودلی.

وانګ یي به د کابل له سفر وروسته سبا د پاکستان په سفر ځي او د هغه هېواد او چین د ستراتیژیک ډیالوګ د شپږمې ناستې مشري به کوي.

نور خبرونه

رادیو