عراقچي: موږ لا تر اوسه د افغانستان د واکمنې ډلې له رسمیت پېژندنې لرې یو

۸ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې ایران لا هم د طالبانو له رسمیت پېژندنې سره فاصله لري خو له دې ډلې سره نږدې همکاري لري. عراقچي وايي، په افغانستان کې د شیعه وو امنیت شوی، خو په تېرو کلونو کې یې حقوقو ته درناوی نه دی شوی.

عراقچي د ایرنا اژانس «ډیپلوماسۍ مېز » خپرونه کې وویل، چې له طالبانو سره یې اړیکې یو څرګند دلیل لري او هغه د ایران د ولس ګټې دي.

نوموړي زیاته کړه، « موږ له افغانستان سره شاوخوا زر کیلومتره ګډه پوله لرو او ګڼ شمېر ننګونې هم ورسره تړلې دي؛ له کډوالو نیولې تر نشه يي توکو پورې، د خپلو پولو امنیت، په افغانستان کې ترهګري، د اوبو موضوع، د دواړو هېوادونو سوداګري، د فارسي ژبې اړیکې او د خلکو امنیت، په ځانګړي ډول د شیعه وګړو امنیت».

نوموړي وویل، چې تهران له اتو تر لسو اساسي او مهمو ستونزو سره مخامخ دی، چې له پامه یې نه شي غورځولی.

هغه زیاته کړه، چې د دغو موضوعاتو څارنه د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرو ته اړتيا لري او خبرې روانې دي.

عراقچي وايي، « نو ځکه زموږ ترمنځ ډيپلوماسي فعاله ده. زه خپله کابل ته تللی یم او زما نور همکاران هم تګ راتګ لري او بیا به هم سفرونه کوي. همدارنګه د وزارتونو چارواکي هم کابل ته لېږل کېږي. دا موضوعات چې ما یاد کړل او نور ډېر مسایل تل زموږ د اجنډا برخه دي. خو لا تر اوسه هغه ځای ته نه یو رسېدلي چې وکولای شو رسمي یې وپېژنو».

عراقچي په خپلو خبرو کې وویل، چې په ځینو برخو کې یې له طالبانو سره ښه پرمختګ کړی دی او په ځینو کې نه.

هغه د ایران د پولو امنیت په تېرو څلورو کلونو کې تر پخوا ښه وباله او ویې ویل، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې امنیت ښه ټینګ کړی دی.

هغه دغه راز د شیعه وو د امنیت په تړاو وویل، چې امنیت یې ښه شوی، خو په تېرو کلونو کې د هغوی حقوقو ته درناوی نه دی شوی.

د اوبو په برخه کې عراقچي وضعیت یو څه ښه وباله خو زیاته یې کړه، چې لا هم د تهران د تمې په کچه نه دی.

عراقچي وايي، د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري ښه روانه ده، خو بانکي مسایل لا حل شوي نه دي.

د کډوالو په برخه کې د همکاریو په تړاو عراقچي په خپلو خبرو کې وویل، « هغوی درې غوښتنې لرلې چې زما په اند معقولې وې: لومړۍ دا چې ستنېدل په ډله‌ییز ډول نه وي، چې دا خبره سمه ده څو هغوی وکولای شي هلته یې ښه جذب کړي؛ دویمه دا چې د درناوي په ډول ترسره شي، چې خبره یې معقوله ده او موږ هم دلته ورته پام کوو؛ درېیمه دا چې د دوی د شتمنیو په بېرته لېږلو کې، لکه که پور یا حق ولري، باید درناوی یې وشي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، اوس د دواړو خواوو ترمنځ یو ډول تفاهم شته او شاوخوا یو میلیون کسان بېرته ستانه شوي او نه هلته کومه لویه ستونزه رامنځته شوې او نه دلته په ایران کې ستونزه پېښه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو