د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لېدنه کې ویلي، چې د خپل «متوازن او اقتصاد محوره سیاست» په رڼا کې د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي کابل ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د کابل او اسلام اباد تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي سترو پروژو او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه یې خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د متقي له قوله لیکل شوي، طالبان لیواله دي، چې له پاکستان سره سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي او پاکستان دې په دې برخو کې د ستونزو د هوارۍ او تسهیلاتو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
پر همدغه مهال متقي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو د ضایع کېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده لېدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په برخه د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه او دواړو لوریو د ګډې همکارۍ، د ویزو اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو چټک انتقال او د سوداګرۍ د ودې په اړه هم بحثونه کړي دي.