ځانګړی

د طالبانو د کابینې دوه غړي: ملا هبت الله غواړي د نجونو پر مخ د مدرسو دروازې هم وتړي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کابینې دوو غړو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې ملا هبت الله غواړي د نجونو پر مخ د مدرسو دروازې هم وتړي.

د طالبانو د کابینې یاد غړي وايي، دوه اونۍ وړاندې ملا هبت الله د کابینې په غونډه کې ويلي چې ښځې د عصري زده کړو حق نه لري او مدرسې ته تګ یې هم شرعي جواز نه لري.

د طالبانو د کابینې دغو غړو د چارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملا هبت الله استدلال کوي د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عمر په دوره کې ښځې جوماتونو ته له تګ څخه منع شوې وې.

د طالبانو د کابینې یو غړي وویل، « هغه همدا دلیل وايي‌ چې ښځه که جومات ته د تګ اجازه نه لري نو د تعلیم لپاره د وتلو هېڅ جواز نشته».

د طالبانو د کابینې یو بل غړی هم دا مساله تاییدوي او وايي چې د ملا هبت الله یاد دریځ د طالبانو د کابینې غړي نهیلي کړي دي.

له کندهاره یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې ملا هبت الله ته د هغه د کابینې هېڅ غړي قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی او نه هم د یادې موضوع په تړاو ورسره مخالف نظر څرګند شوی دی.

سرچینه وايي: «له پیله تر اوسه د کابینې هېڅ غړي د دې جرئت نه دی پیدا کړی چې شیخ صاحب ته دلایل ووایي».

په افغانستان کې د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل راهیسې دغې ډلې پر افغان نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار دروازې بندې کړې او وروسته له څلورو کلونو هم د طالبانو بندیز دوام لري.

نور خبرونه

رادیو