کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته پای ته ورسېده

۷ ساعتونه مخکې

په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته پای ته ورسېده. د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه کړي دي، خو د ناستې د پرېکړو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یادې درې اړخیزې ناستې پرمهال ویلي، چې په سیمه کې په ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره فرصتونه پیدا شوي او کولای شي، چې دا فرصتونو د خپلو هېوادونو په ګټه وکاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي له قوله ویلي:« دا درې اړخیز میکانیزم موږ ته د دې فرصت راکوي، چې د همکاریو د لا پراختیا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولرو.»

همدارنګه متقي ویلي، طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي اتصال د څلور لار په روایت بدل کړي.

متقي زیاته کړې:« موږ خپله بهرنۍ پالیسي د اقتصاد په محور اعلان کړه او هڅه مو داده چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړو او نوي ځمکني واقعیتونه هم زموږ د دغه سیاست له بریالیتوب سره مرسته کوي.»

متقي په یاده درې اړخیزه ناسته کې ویلي، چې اقتصادي موضوات دې له نورو مسایلو سره نه تړل کیږي.

طالبانو ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې له افغانستان سره خپلې اړیکې مخ پر وده بللې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو زیاتوالی ستایلی او ویلي یې دې، چې دواړه هېوادونه به نور پرمختګ هم ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د یادې درې اړخیزې ناستې پرمهال د امنیتي ننګونو او مسایلو په اړه بحث په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو