ظاهر اغبر: د افغانستان خپلواکي د ټولو قومونو د ګډې سرښندنې پایله ده

۴۵ دقيقې مخکې

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت له لوري د خپلواکۍ ورځې په مناسبت نمانځغونډه کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر وویل، چې د هېواد ازادي د ملت د یووالي، همبستګۍ او د ټولو قومونو د سرښندنو پایله ده.

په تاجکستان کې افغان سفیر محمد ظاهر اغبر د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو د ورځې په مناسب د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د افغانستان خپلواکي د ملت د یووالي، همبستګي او د بهرنیانو پر وړاندې د درېدلو پایله ده.

اغبر د امان‌الله خان شخصیت مترقي او ازادي‌پال وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان خپلواکي د یوې ځانګړې ډلې یا قوم نه، بلکې د ټولو افغانانو د ګډ غیرت او یووالي ثمره ده.»

افغان سفیر زیاته کړه چې د نن ورځې د افغانانو رسالت د علم تر لاسه کول، د ملي یووالي پیاوړتیا او د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور حرکت دی، څو هېواد له فقر، انزوا او له روان کړکېچه خلاص او د رښتینې ازادۍ او تلپاتې ملي عزت خاوند شي.

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال د زمري پر ۲۸ مه نمانځل کېږي.

نور خبرونه

رادیو