د طالبانود بهرنیو چارو وزارت وايي، چې سبا (چهارشنبه) به د چین د بهرنیو چارو وزیروانګ يي او د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راشي. دغه غونډه د طالبانو په کوربهتوب ترسره کیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد وايي، په دې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه تر سره شي.
خو، سرچینو د زمري پر ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ناسته کې د بیجنګ ناستې د پرېکړو پر تعقیب، د ډیورنډ کرښې پر مدیریت، عملیاتي همغږۍ او ترهګرۍ ضد همکاریو پکې بحثونه کیږي.
د سرچینو په وینا، دغه ناسته د سیپک د امنیت او پراختیا او درې اړخیزو اقتصادي او سیاسي همکاریو په تړاو جوړیږي او د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي.
سرچینې وايي، چین او پاکستان هڅه کوي افغانستان د سیپیک په پروژه کې شامل شي او په دې توګه دې پروژې ته متوجې یولړ امنیتي ګواښونه کم شي.
د بهرنیو چارو ورازت تمه ښودلې چې د غونډې ګډونوال به د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي په باب د اړیکو اړوند نظرونه تبادله کړي.
وزارت زیاتوي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به له یو شمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او د متقابل باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.
یاده دې وي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پنجشنبې په ورځ د کابل له درې اړخیزې ناستې وروسته په اسلام باد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم ستراتیژیک ډیالوګ د ګډې مشرۍ لپاره پاکستان ته ځي.
نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.