د افغانستان د خلکو ازادي بښونکي اسلامی نهضت په نوم یوې ډلې ادعا کړې چې په هرات ښار کې یې په یوه وسله وال برید کې د طالبانو د لسمې امنیتي حوزې د سیمهییز کنټرول قوماندان مولوي حسن وژلی دی.
دغې ډلې د سې شنبې په ورځ ( د زمري ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې کسانو یې غرمه مهال د هرات ښار په لسمه ناحیه کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د طالبانو یو سیمهییز چارواکی ووژل شو او د هغه یو ساتونکی ټپي شو.
په ورته وخت کې، د هرات سیمهییز روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د یوه نظامي طالب جسد کلینیک ته لیږدول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.