د ایران د بشري حقونو اژانس خبر ورکړی، چې ایراني چارواکو نن سهار شپږ تنه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي. په یادو کسانو کې درې تنه الله نظر، عبدالرووف او عبدالرحمن یاد شوي. د پاتې دریو نورو کسانو نومونه لا تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
اللهنظر شاوخوا ۳۰ کاله عمر درلود او د یوه ماشوم پلار و، عبدالرووف شاوخوا ۵۰ کلن او د شپږو ماشومانو پلار او عبدالرحمن هم۵۰ کلن او د ۷ ماشومانو پلار ښودل شوی دی.
رپوټ وايي چې شپږواړه بندیان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او د ایران انقلابي مخکې له خوا د مرګ په سزا محکوم شوي وو.
دغه کسان د اعدام په موخه د زمري پر ۲۶مه په بندر عباس زندان کې ځای پر ځای شوي وو.
تر دې دمه د زندان چارواکو او قضایي ادارو د دې اعدامونو په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.
د یاد اژانس د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پر۵۲ سلنه اعدام شويو کسانو د نشه يي توکو اړوند جرمونو تور و.