د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د چا له نوم یادونې پرته ویلي، چې ایا د یوه بېګانه هېواد متقاعد مامور دا حق لري چې مجاهدینو او د جهاد مشرانو ته سپکاوی وکړي، هغه هم د یوې ډلې په ملاتړ؟
نن خلیلزاد ویلي و، چې پخواني افغان مشران د خپلو تېروتنو د بیا تکرار هڅه کوي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن سې شنبه د « زمري۲۸مه» په خپله اېکسپاڼه کې د پوښتنې په ډول ولیکل، «ایا د یوه بېګانه هېواد متقاعد مامور دا حق لري چې مجاهدینو او د جهاد مشرانو ته سپکاوی وکړي، هغه هم د یوې ډلې په ملاتړ؟».
حکمتیار وروسته زیاته کړه، «هغه هېواد چې د تیرو څو لسیزو جګړې او د هغې د خونړیو عواقبو اصلي لامل دی؟».
حکمتیار د خپلې پوښتنې په دوام کې ویلي، « باید د خپلو تېروتنو او هغو وینو لپاره چې په افغانستان کې یې تویې کړي، اوښکې تویې کړي او د هغې د جبران لارې ولټوي».
حکمتیار په مشخص ډول په خپل پوسټ کې د چا نوم نه دی یاد کړی، خو د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل اېکس لیکلي، چې له څو لسیزو جګړو وروسته، اوس زیات امنیت شته، او د نشهيي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی، خو لاهم د نجونو او ځوانو ښځو لپاره دولتي لیسې او پوهنتونونه تړل شوي، پخواني مشران او واکمنان، چې د تېرو شلو کلونو له سترو فرصتونو څخه یې ګټه وانخیسته، هڅه کوي خپلې تېروتنې بیا تکرار کړي.