خلیلزاد: په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو غونډه ای اېس ای جوړوي

۸ ساعتونه مخکې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې په اسلام ایاد کې د افغانستان په تړاو راتلونکې غونډه د پاکستان څارګرې ادارې «ای ایس ای» له خوا جوړیږي.

خلیلزاد ویلي، چې د کډونوالو نوملړ هم ای ايس ای د وېزو لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته لېږلی دی.

د امریکا پخواني استاري زلمي خلیلزاد نن سې شنبه د زمري ۲۸مه پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې ناستې سره همنظره نه دی ، نو ځکه یې د ناستې د ګډونوالو نوملړ افشا کړ.

زلمي خلیلزاد لیکلي:«افغانان حق لري چې د طالبانو د حکومت مخالفت وکړي، خو د افغانستان او پاکستان د اړیکو تاریخ ته په پام، زه باور لرم چې پاکستان خپلې پخوانۍ غلطۍ تکراروي، د افغانانو یوه ډله د بلې پر وړاندې دروي، چې له بده مرغه، دا کار کول سخت نه دي.»

نوموړی همدراز زیاتوي، چې دا احتمال لري ددې غونډې په غبرګون کې د کابل له خوا متقابل عمل وشي او اړیکې نورې هم زیانمنې کړي؛ په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان ښو اړیکو ته اړتیا لري او دواړه هیوادونه باید هڅه وکړي چې د دې هدف پر لور پرمختګ وکړي او د تیرو غلطیو له تکرار ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان تېره ورځ وویل، چې د یو شمېر افغان سیاسي او ښځینه فعالانو د غونډې هدف د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزې سولې او ثبات بحث دی او دا به د اسلام اباد پروسې پیل هم وي. دغه ناسته د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې کیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تېره شنبه وویل، چې د پاکستان په کوربه توب د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشرانو، سیاسي فعالانو ، د ګوندونو استازو او په دغه هېواد کې د افغان میرمنو په ګډون ناسته ترسره کېږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي ،چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړخیل، فوزیه کوفي، صایمه خوګیاڼۍ، مسعوده کروخي، نرګس نیهان، عبدالله قرلق، مصطفی مستور، نصیر احمد اندیشه، معصومه خاوري، حسین علي یاسا، خان اغا رضایي، زهرا حسیني، میرویس ناب، قهرمان حقاني کاکړ، سیما نوري، ادریس زمان، نور رحمان اخلاقي، احمدالله علیزی، بلقیس احمدي، ضیاالدین آرین زاد، مجیب الرحمن رحیمي، سیما معصومي، محمد کریم اتل، سلما نوید یوسفزۍ، بشیر احمد انصاري، زهرا جویا او یو شمېر نور کسان دې غونډې ته بلل شوي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، څو تنو په دې غونډه کې له ګډون سره پرېکون کړی، خو نورو دا د خبرو اترو یو فرصت ګڼلی دی.

نور خبرونه

رادیو