د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ وایي، د بامیان په رشک کلي کې له خپلو ځمکو او کورونو په زور د خلکو اېستلو له امله خواشینی دی. بېنېټ پر طالبانو غږ کړی، چې د نړیوالو معیارونو، په ګډون د عادلانه محاکمې، د خبرتیا مودې، حقیقي مشورو او جبران ورکولو ته غاړه کېږدي.
هغه دا هم ویلي، چې د خلکو بېځایه کول هیڅکله د منلو وړ نه دي.