سپینه ماڼۍ: پوتین له زېلېنسکي سره د لیدو لپاره هوکړه وکړه

۱۲ ساعتونه مخکې

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ خبریالانو ته ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټلیفوني خبرو وروسته، د روسیې ولسمشر د سولې د بهیر د راتلونکي پړاو په توګه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره د لیدو هوکړه کړې ده.

د لیویت په وینا، که اړتیا وي دا لیدنه به د ولسمشر ټرمپ په ګډون د درې اړخیزې ناستې په بڼه دوام ومومي.
لیویت زیاته کړې، چې د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وېنس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ځانګړی استازی ویتکاف به د پوتین او زېلېنسکي د ژر تر ژره لیدنې د ترسره کېدو په همغږۍ کې رول ولوبوي.
هممهاله، پولیتیکو د ټرمپ د حکومت د یوه چارواکي او حکومت ته نږدې کس له قوله لیکلي، چې د امریکا د پټو خدمتونو اداره د مرکزي اروپا په یوه هېواد کې د دې ناستې د برابرولو تیاری نیسي او د بوداپست ښار د سپینې ماڼۍ له لوري د اصلي انتخاب په توګه یاد شوی دی.

نور خبرونه

رادیو