د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر له ښوونکو سره په یوې ګډې ناسته کې ویلي، د ټولنې اصلاح لپاره مهمه ده چې تقوا غوره شي او همدا راز یووالی رامنځته شي. هغه زیاتوي، د ټولنې اصلاح لپاره باید له کرکجنو خبرو ډډه وشي.
د خالد حنفي په وینا: «ستا سخت ترین دوشمن چې تا پسې منفي تبلیغات کوي، ملحظات وایي؛ نو دا سبب د اصلاح او اخلاقو دی.»
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې خپله خالد حنفي د رسنیو او سیاستوالو له لوري د دوی پر ډلې کېدونکې نیوکې په سختو ټکو غندي. همدا راز دغې ډلې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ، انتقادي څرګندونو، لیکنو او راپورونو سخت بندیزونه لګولي دي.
همدا راز د طالبانو دغه چارواکی د خپلو دې تازه څرګندونو برعکس د پخوانیو سیاستوالو، د افغان ښځو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو پر ضد خپلو ویناوو کې له کرکې او بدبینۍ ډک الفاظ کاروي. نوموړي ډېر کله د مخکني جمهوري نظام چارواکي، سیاستوال او ان د لوستو ځوانانو فکرونه غندلي او ان «غیر اسلامي» یې بللي دي.
د طالبانو بېلابېل چارواکي د خپلو مخالفو سیاستوالو، مدني فعالانو او بشري حقونو فعالانو پر ضد له خورا نامناسبو کلیمو او توندو ټکو کار اخلي. پر کابل واکمنه ډله پر ځان د نیوکو زغم نهلري او نه هم پرته له خپلې ډلې په هېواد کې له نورو افغانانو یا هم سیاسي اړخونو سره تعامل ته ژمن دي.